انصار: (د سلواغی ۱۰ مه)، د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بلوچ لبرېشن ارمي) په نوم بلوڅ بېلتون غوښتونکي وايي چې د بلوچستان په بولان دره کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۴۵ پاکستاني پوځیان وژلي دي.
د دې بېلتون غوښتونکې ډلې ویندوی تېره شبه رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې ویلي چې د وژل شویو پوځیانو مړي یې په کنټرول کې دي او د هغو د ترلاسه کولو لپاره یې د پولیسو او ملېشو د هڅو په لړ کې څو تنه ژوندي هم نیولي خو له دې کبله چې هغوی بلوڅ وو، له جزيي سزا وروسته خوشي کړي دي.
په بلوچستان کې بلوچ بېلتون غواړي له کلونو راهیسي د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي خو په وروستیو کې داسې ښکاري چې دا غورځنګ لا پیاوړی شوی او ګڼې سیمې یې تر کنټرول لاندې راوستي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29886
قرأ